ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې  پر ښوونځيو څه باندې ۷۰۰زره کتابونه ووېشل شول

میدان وردګو کې  پر ښوونځيو څه باندې ۷۰۰زره کتابونه ووېشل شول

author avatar
15 Sep 2022 - 12:38
میدان وردګو کې  پر ښوونځيو څه باندې ۷۰۰زره کتابونه ووېشل شول
author avatar
15 Sep 2022 - 12:38

میدان‌ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي ګل‌ولي متقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ولایت ټولو ښوونځيو ته ۷۴۶زره ۴۹۹ جلده درسي کتابونه او یو میلیون ۱۲۰زره ۱۲۹ افغانیو په ارزښت قرطاسيه وېشل کېږي.»

ده وویل چې دغه درسي مواد د ماشومانو خوندیتوب ادارې (Save the Children) په مالي ملاتړ برابر شوي دي.

ده زیاته کړه چې د یادو موادو د وېش اداري مراحل پخوا بشپړ شوي او اوس ښوونځيو ته سپارل کېږي.

د نوموړي په خبره چې په دغه کار سره به د یاد ولایت د ټولو ښوونځيو د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.

د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې د نظارت یوه غړي نورآغا کلیوال وویل: «پخوا مو په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه وه، اوس د یادو کتابونو په وېشلو سره دغه ستونزه حل شوه او ټولو زده‌کوونکو ته کتابونه رسېږي.»

د دغه ولایت د مرکز اړوند اول بابا عالي لېسې ښوونکي محمدرحیم وویل چې په ښوونځیو کې د درسي کتابونه د کمښت اساسي ستونزې په حل کېدو سره به د زده‌کړو بهیر لا پیاوړی شي.

د هغه په وینا، پخوا به څو زده‌کونکو په یو کتاب کې درس لوست خو اوس به ټولو ته کتابونه ورسېږي.

د میدان وردګو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټولټال ۴۲۷ ښوونځي شته چې د د نارینه او ښځینوو په ګډون پکې ۱۶۶زره ۵۵۵ زده‌کونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.