کتابونه
راپورونه
علومو اکاډمي سږ کال ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ کړي
د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، سږ کال يې ۳۳ عنوانه کتابونه، ۳۸ عنوانه مجلې او ۴۵ عنوانه جریدې چاپ کړي دي.
پکتيا ته د ښوونځیو نصاب ٨٢٠ زره ټوکه کتابونه رسېدلي
د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې دغه ولايت څه باندې اته سوه زره ټوکه د ښوونځيو درسي کتابونه ور رسېدلي چې ډېر ژر به پر زدهكوونكو ووېشل شي.
جوزجان او سرپل کې یو کس له ۱۲ کلونو راهیسې ماشومانو ته کتابونه وېشي
یو کس د ګرځنده کتابتون په جوړولو سره له ۱۲ کلونو راهیسې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې ماشومانو ته د شعرونو، نقاشۍ او کیسو کتابونه په وړیا توګه ورکوي.
میدان وردګو کې پر ښوونځيو څه باندې ۷۰۰زره کتابونه ووېشل شول
د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
یوه جوزجاني ځوان سلګونه ټوکه کتابونه پېرلي او د دغه ولایت عامه کتابتون ته ډالۍ کړي
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې یو مدني فعال په خپل شخصي لګښت ۶۵۰ ټوکه کتابونه پېرلي او د دغه ښار عامه کتابتون ته یې ډالۍ کړي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر ځوانان په دغه کتابتون کې د مطالعې سالون له نشتوالي شکایت لري.










