Language

غفران: له ۱۸۰ ډېر ارزښتمن کتابونه ډیجیټلي شوي دي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند د کتاب او کاپي‌رایټ نړۍوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د ایکو سازمان د کتابتونونو د ډیجیټلي کولو، ارشیف او څېړنې کمېټو کې د هېواد د عامه کتابتونونو غړیتوب کولای شي له غړو هېوادونو سره د لا زیاتې همغږۍ زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د کتابتونونو د بډاینې برخه کې ګټور تمامېدای شي.

د کتاب او کاپي‌رایټ نړۍواله ورځ هر کال د اپرېل په ۲۳مه د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي؛ د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) دغه ورځ په ۱۹۹۵ کال کې نومولې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه ویلي، دغه غړیتوب کولی شي له غړو هېوادونو سره د لا زیاتې همغږۍ زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د کتابتونونو د بډاینې برخه کې کې ګټور تمام شي.

د هغه په خبره، دغه وزارت د مطالعې د کلتور د ودې لپاره بېلابېل فعالیتونه پیل کړي او تېر کال یې په ټول هېواد کې لسګونه علمي سیمینارونه او کنفرانسونه ترسره کړي چې زرګونه کسانو ترې ګټه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال په هېواد کې ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال دي او لسګونه خصوصي کتابتونونه هم د دغه وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

غفران همداراز ویلي چې له ۱۸۰ ډېر نایابه کتابونه ډیجیټل شوي، څو د له منځه تلو مخه یې ونیول شي او خلک وکولای شي له دې علمي زېرمو ګټه واخلي.

د هغه په خبره، د کتابونو د ارزونې کمېسیون هم تېر کال ۳۷۰ عنوانه کتابونه ارزولي او د چاپ اجازه یې ورکړې ده.