Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولین وايي، تېر يوه کال کې ۲۶ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې، د ۵۳ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او ۱۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونه جوړ شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په راتلونکي ښوونیز کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت ۱۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي.
د جوزجان خواجهدوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشوم ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې د هوارېدو ډاډ ورکوي.
د هرات وروستۍ مرګونې زلزلې د دې ترڅنګ چې زرګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، د بازارونو، پوهنتونونو او ښوونځيو تړل کېدو لامل هم شوې دي.
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند بینادر سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، ماشومان يې ښوونځيو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې دوی ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري چې له نیمایي ډېرې يې په بحرانځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.
پکتیا کې د يونیسف ادارې له لوري د ښوونځيو له یو سل او ۱۵ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، روان کال په دغه ولايت کې د ښوونځیو د سرپناه نشتوالي ستونزې حل په موخه ۱۵ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت له هغو ۱۰۰ ښوونځیو سره د ۱۷۶ خېمو مرسته وشوه چې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په پرانیستې فضا کې زدهکړې کوي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د نجونو دوو ښوونځو ته نوې ودانۍ جوړې شوې چې پخوا به زدهکوونکو یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن