ژبه

فاروقي: د پکتیا په دولتي ښوونځيو کې ۱۱۰۰ ښوونکي کم دي

ګردېز (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۳۳۵ دولتي ښوونځیو په تشکیل کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونکي کم دي.

د پکتيا پوهنې ریيس مولوي عبدالقيوم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ۱۳ کاله مخکې د دغه ولایت ښوونځیو ته د ښوونکو او خدماتي کارمندانو تشکیل ورکړی شوی دی.

هغه وايي، هر کال ښوونځیو ته نوي زده‌کوونکي جذبیږي چې دغه پخوانی تشکیل ورته بسنه نه کوي.

دی وایي چې دا مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۳۵ ښوونځیو په تشکیل کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونکي او ۶۰۰ خدماتي کارکوونکي کم دي.

خو زیاتوي، د اړوند وزارت له خوا ورسره ژمنه شوې چې راتلوونکي کال به په ښوونځيو کې د ښوونکو او اداري کارمندانو د کمښت ستونزه حل کړي.

بل لورته، یو شمېر زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښته شکایت کوي.

د مرکز ګردېز اړوند د ميهلن سيمې د نوراشاه خان ښوونځي يوه زده‌کوونکي محب‌الله پژواک ته وويل چې په ښوونځي کې يې ښوونکي او درسي کتابونه کم دي.

هغه زياته کړه: «دلته په ښوونځي کې مو ښوونکي کم دي، درسي کتابونه مو هم کم دي، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې ښوونکي او کتابونه راته پوره کړي.»

دغه راز، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اخترجان هم پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د مرکزي لېسې په ګډون په ډېرو ښوونځيو کې ښوونکي کم دي.

هغه له مسولينو غوښتنه وکړه چې د ښه تدريس بهیر لپاره دې د مسلکي ښوونکو ګومارنې ته زمينه برابره کړي.

د پکتیا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په نوي کال کې به د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.