ګردېز (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): پکتیا کې د يونیسف ادارې له لوري د ښوونځيو له یو سل او ۱۵ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې رييس احمدجلال پژواک خبري اژانس ته وويل: «د يونيسف ادارې له لوري د دغه ولايت له یو سل او ۱۵ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه، مخکې له دې چې ښوونيز کال پيل شي، د پکتيا ټولو ښوونځيو ته به دا مواد ولېږل شي.»
نوموړي وويل، د قرطاسيې ټول ۵۸۲۵ کېټونه ورکړل شوي چې هر کېټ د شلو زدهکوونکو لپاره ځانګړی شوی دى.
د جلال په خبره، دوی د يونيسف له ادارې مننه کوي چې له دوی سره يې د قرطاسيې په برخه کې مرسته وکړه.
هغه وايي، خلک بېوزله دي او په بازار کې د درسي توکو پېرلو توان نه لري.
بلخوا، زدهکوونکي هم له دې مرستې خوښ دي.
يوه زدهکوونکي نورالله پژواک ته وويل چې دغه ډول مرستې له زدهکوونکو او ښوونيز بهير سره لويه همکاري ده.
هغه غوښتنه وکړه چې نورې ادارې هم بايد د پوهنې له برخې سره ورته مرستې ترسره کړي.
د يادونې ده، له دې مخکې يونیسف په پکتيا کې يوازې د لومړي ټولګې له زدهکوونکو سره مرستې کولې خو دا ځل يې له لومړي تر شپږم تولګي پورې د قرطاسيې مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP