کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): له څو ورځو راهيسې ویل کېږي چې ګواکې په کابل کې د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شوې، خو د پوهنې وزارت وایي، دغه راپورونه غیرواقعي او له حقیقته لرې دي.
واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
پر دې پرېکړه په پراخه کچه نیوکې کېږي، خو چارواکو بیا بیا ویلي چې د شرایطو په برابرېدو به نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
ځیني خلک: کابل کې ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو اجازه ورکړل شوه.
تېره اونۍ د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګر له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو: «یوه موضوع ستاسو خدمت ته وړاندې کړم، زه نن ډېر خوښ یم، لور مې نن نهم ټولګي ته ولاړه، کېدای شي په دې اړه ځینو کسانو سره پوښتنه پیدا شي، ۴۷ خصوصي ښوونځيو ته اجازه ورکړل شوې ده، لور مې امتحان ورکړ، البته امتحان هم د پوهنې وزارت استازي اخلي، د مکتب په نوم نه، تدریسي مرکز او یا هم مدرسه، هر څه نوم چې پرې اېښودل کېږي، خو تاسو باور وکړئ چې لور مې له یوې بجې تر پنځو بجو درس وایي، ولې په یوه تغییر سره، مخکې په ښوونځيو کې ۴۰ سلنه دیني زدهکړې وې او ۶۰ سلنه عصري، خو اوس دا پنځوس پنځوس سلنه شوې دي.»
د پیګیر له څرګندونو وروسته ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو هم ورته څرګندونې وکړې.
سونیا نیازۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د خوښۍ خبر، تېره ورځ په کابل کې ۴۷ ښوونځیو ته له شپږم پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړل شوه، د کابل اوسېدونکي وایي؛ ډېر خوښ دي چې لوڼې یې له شپږم پورته ټولګیو کې ناستې او درس یې پیل کړ، د یادونې وړ ده، دغه ۴۷ ښوونځي خصوصي دي او ډاډمن چاپېریال ورته جوړ شوی دی.»
نديمه نور هم لیکلي: «موږ د همداسې یوې ورځې په تمه او هیله وو چې ښوونځي دې د افغان نجونو پر مخ خلاص شي، نن مو هغه هیله پوره شوې ده، په وطن کې ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته اجازه ورکول شوې چې سالم او برابر چاپېریال یې د نجونو لپاره جوړ کړی و، موږ هیله لرو چې د خصوصي ښوونځیو ترڅنګ د دولتي ښوونځیو دروازې هم د افغان نجونو پر مخ پرانيستل شي.»
ځينو نورو کسانو هم پر ټولنیزو پاڼو ورته څرګندونې کړې دي.
حقیقتموندنه:
خو د پوهنې وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، په دې وروستیو کې ځینو وګړو او رسنیو په خپلو غیرحقیقي راپورونو کې ادعا کړې وه چې د پوهنې وزارت له لوري په هېواد کې د ښځینه وو ۴۷ هغو ښوونځیو ته تر شپږم ټولګي پورته د فعالیت اجازه ورکړل شوې، کوم چې د یاد وزارت معیارونه یې پوره کړي دي.
سرچينې لیکلي: «د پوهنې وزارت دغه ډول راپورونه غیر واقعي او له حقیقته لرې ګڼي.»
اعلامیه کې راغلي، د پوهنې وزارت مشرتابه یو ځل بیا د هېواد له ټولو رسنیو غوښتنه کوي چې د ژورنالېزم د منل شوو اصولو او بنسټونو او د افغاني ټولنې د حقایقو پر بنسټ خپل خبرونه او راپورونه چمتو او خپاره کړي، څو له یوې خوا د ژورنالېزم وقار او اعتبار ته زیان ونه رسېږي او له بلې خوا اړوندې رسنۍ د ټولنې د حقایقو په څرګندولو سره د خلکو د ذهنیت په روښانولو کې رغنده ونډه واخلي.
پوهنې وزارت وایي، د دغه وزارت مشرتابه پر دې باور لري چې د ناسمو افواهاتو او بېبنسټه راپورونو خپرولو پر ځای غوره ده چې ټول افغانان سره لاسونه یو کړي او د یو متحد او جنګ ځپلي افغانستان بیارغونې، سوکالۍ او پرمختګ برخه کې په رښتیني توګه ګامونه پورته کړي.
پایله: بېلابېلو سرچینو ویلي چې پوهنې وزارت په کابل کې د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته تر شپږم ټولګي پورته د فعالیت اجازه ورکړې، خو دغه وزارت دا څرګندونې ردوي.
پرېکړه: د پوهنې وزارت له خوا د نجونو ٤٧ ښوونځیو ته د اجازې ورکولو خبر ناسم دی؛ ځکه چې دغه وزارت یې خپله ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP