ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د خواجه‌دوکوه یو شمېر سیمو اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

د جوزجان د خواجه‌دوکوه یو شمېر سیمو اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

author avatar
29 Oct 2023 - 15:47
د جوزجان د خواجه‌دوکوه یو شمېر سیمو اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي
author avatar
29 Oct 2023 - 15:47

شبرغان (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د جوزجان خواجه‌دوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشومانو ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې هوارولو ډاډ ورکوي.

په دغه ولایت کې د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د دې ولسوالۍ په «باشي‌کوټ»، «بند چوپان»، «خطای سای» او «مجید قدوق» کلیو کې کوم ښوونځی نه دی جوړ شوی چې ډېری ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د خواجه دوکوه ولسوالۍ «باشي‌کوټ» کلي اوسېدونکي غلام‌سخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه کلي کې ماشومانو ته هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.

هغه وویل: «په تېر حکومت کې ناامني یوازینۍ پلمه وه چې زموږ په کلي پر مختګ نه کېده، یو ښوونځی هم نه لرو.»

هغه زیاته کړه: «په دغه کلي کې د ښوونځي نه ‌شتون ډېرې ستونزې جوړې کړې، ماشومان مو بې‌سواده پاتې کېږي، موږ هم هیله لرو چې اولادونه مو درس ووايي او په راتلونکي کې ډاکټران او معلمان شي څو وکولای شي ټولنې او خپل کلي ته خدمت وکړي.»

غلام‌سخي له اسلامي امارته وغوښتل چې د دوی په سیمه کې د ښوونځي جوړولو لپاره اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د «بند چوغان» کلي اوسېدونکی محمدشریف هم ورته شکایت لري او په دغه سیمه کې د ښوونځیو نه جوړولو برخه کې تېر حکومت پر بې‌غورۍ تورنوي.

هغه زیاته کړه: «څو ځله مو د دغو کلیو د خلکو ستونزې د جوزجان سیمه‌ییزو چارواکو ته ورسولې، خو تر اوسه په دې اړه کومه پاملرنه نه ده شوې، مسوولینو د ښوونځي جوړېدو برخه کې ډېرې ژمنې کړې، خو په تېرو شلو کلونو کې نه دي عملي شوي.»

نوموړی وايي، که په دې سیمه کې ښوونځي با سیمه‌ییز ټولګي جوړ شي، خلک به په بېلابېلو بر خو کې پرمختګ وکړي او اولادونه به یې د سواد له نعمته برخمن شي.

د دغې ولسوالۍ د «مجید قندوق» کلي اوسېدنکي محمدصدیق وویل: «څو کاله مخکې زموږ په کلي کې یو لومړنی ښوونځي جوړ شو؛ په دې ښوونځي زموږ اولادونو هېڅکله زده‌کړې ونه کړې؛ ځکه ښوونځی جوړ، خو هیڅ ښوونکی ورته رانغی، په نوم ښوونځی و او اولادونه مو له سواده بې‌برخې پاتې شول.»

د هغه په خبره، د دغه کلي اوسېدونکي د ښوونځیو پر نشتوالي سربېره د سړک، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو هم بې‌برخې دي.

د خواجه دوکوه ولسوالۍ د «خطای سای» کلي اوسېدونکې رمضان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې.

هغه زیاته: «اولادونه مو تر اوسه ښوونځي ته نه دي تللي او له سواده پاتې دي، زه له مسوولینو غواړم څو زموږ په کلي کې ښوونځي او سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي.»

هغه وویل: «که د مخکې په شان ژمنه وشي او عملي نه شي، زموږ اولادونه بیا هم بې‌سواده پاتې کېږي.»

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د دغه کليو د ارزونې لپاره یو پلاوی استولی شوی و او په دې تړاو یې خپلې څېړنې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د موندنو پر اساس له شلو کلونو راهیسې په باشي‌کوټ، بندچوغان، خطای سای و مجید قدوق کلیو کې خیالي ښوونځي وو او د دغو کلیو ماشومانو ته هیڅ زده‌کړه نه ده ورکړل شوې.»

د هغه په وینا، په یاد څلورو کلیو کې ۲۰۰ زره کورنۍ ژوند کوي، خو هیڅ ښوونځی نه شته او ډېری ماشومان له سوده بې‌برخې دي.

جواد څرګنده کړه، پرېکړه یې کړې چې په یادو سیمو کې د ځايي ټولګیو او ښوونځي جوړولو برخه کې بېړنی اقدام وشي چې د ښوونځیو په جوړېدو سره به سلګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

Visits: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.