Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دغه ولسوالۍ کې یواځې یو ښوونځی جوړ شوی و چې هغه هم په جګړو کې بېرته ویجاړ شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، نن په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له خوا د ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د ښوونځیو زدهکوونکو په لاسي د جوړ شوو توکو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
سیمهییزې سرچینې وایي، د هرات ښار په شپږمه ناحیه او د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د دوو لومړنیو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.
د زابل په مرکز کلات او درېیو ولسوالیو شاهجوی، مېزانه او شينکۍ کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷ ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.
ځینې جوزجانۍ مېرمنې چې په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې ټولګیو کې درس وايي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.
د ننګرهار پوهنې رياست له لوري د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې دوو لومړني ښوونځیو او یوه دارالعلوم ته نوې ودانۍ جوړې شوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، دې ته په اشارې سره چې په نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیون نجونې له ښوونځي محرومې دي، ویلي چې هیڅ څه له ښوونځیو څخه د نجونو لرې ساتل توجیه کولای نه شي.
د غور د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې کار بشپړېدو او د ۱۰ نورو ښوونځیو د بیارغونې کار پیلېدو خبر ورکوي؛ د یو شمېر زدهکوونکو کورنۍ د دغه اقدام هرکلی کوي خو وايي، لا هم په ځینو سیمو کې زدهکوونکي تر خیمو لاندې او یا په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن