ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د فرخار خلک: د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

27 Jul 2023 - 16:49
27 Jul 2023 - 16:49

تالقان (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د فرخار ولسوالۍ یوه مشر مولوي زیدالله چې د نسبي امنیت پر ټینګښت خوښي ښيي پژواک خبري اژانس ته وویل، فرخار یوه له په زړه‌پورې ولسوالیو ده چې له لرو سیمو یې سیلانیان ځان ته راجذب کړي خو خلک په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي مرکزونو او معیاري سړکونو په ګډون عام‌المنفعه خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه له حکومته وغوښتل چې ټولنیزو ستونزو ته یې د پای ټکی کېږدي.

د فرخار پرمختیايي شورا رییس نجم‌الدین هم وایي چې په تېرو کلونو کې یادې ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او خلک يې له لومړنیو خدمتونو بې برخې دي.

هغه دغه راز وویل، له کندال څخه تر کراني پورې د کرنیز کانال په ګډون د څو عام‌المنفعه پروژو کار په ټپه ولاړ دی، چې د دغه کانال په بشپړېدو به ۵ زره جریب ځمکه خړوبه شي او د کرنې او بڼوالۍ په برخو کې به خلکو ته د پرمختیا زمینه برابره شي.

هغه له حکومته د پاتې نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي.

د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر قاري حضرت‌الله د ځايي اوسېدونکو عوایدو یوازېنۍ سرچینه کرنه او مالداري بولي او وایي، د وروستیو وچکالیو او سېلابونو له امله خلک زیانمن شوي دي.

قاري حضرت‌الله زیاته کړه: «له حکومته غواړو څو له موسسو سره په همغږۍ د پرمختیایي او عام‌المنفعه پروژو پلې کولو زمینه برابره کړي.»

ورته مهال، د فرخار ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي خال‌محمد هم د یادې ولسوالۍ د پوهنې امریت په ګډون د څو ښوونځیو لپاره د ودانیو پر نه شتون اندېښنه څرګندوي او وایي، په دې ولسوالۍ کې ۷۰ سلنه زده‌کوونکي ښوونیزو او درسي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاتوي چې د حکومت اوسني مشران او همکارې موسسې باید د ښوونې او روزنې ودې ته جدي پاملرنه وکړي.

بل‌پلو، د فرخار ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر اختر‌محمد عبرت وایي، د دغه روغتون د ودانۍ کار چې ټاکل شوې وه په تېر حکومت کې بشپړ شي، شاوخوا ۸۰ سلنه نیمګړی پاتې دی او له امله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

د هغه په وینا، په وار وار ځایي حکومتي ادارو ته وړاندیز شوی، خو تر اوسه هم د یاد روغتون د ودانۍ کار پیلېدو لپاره اقدام نه دی شوی څو خلکو ته روغتیایي خدمتونه پر وخت وړاندې شي.

ورته مهال، د ځینو حکومتي ادارو مسوولین ډاډ ورکوي چې حکومت به بېلابېلو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا عظمت نورمحمد وایي، د پاتې نیمګړو پروژو د کار درېدل د بودجې کموالی ښيي او زیاتوي چې ځینې پروژې د نړۍوال بانک له لوري تمویلېدې خو له بدلونونو وروسته یې په افغانستانن کې خپل فعالیتونه ودرول چې له امله یې ګڼې پروژې نیمګړې پاتې دي.

هغه ټینګار وکړ چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو لپاره په حیاتي مسایلو کې سیاسي چلند ونه کړي.

د فرخار ولسوال مولوي عبدالبصیر طلحه هم وایي، د دې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خلک بې‌وزله دي؛ ځکه دا یوه غرنۍ ولسوالۍ ده.

هغه له همکارو موسسو د مرستې غوښتنه وکړه.

د هغه په خبره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ځایي حکومتي ادارو سره همکار دي او د هغوی ټولنیزو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د پوهنې ریاست مسوولینو له دې مخکې هم د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلي وو چې د یاد ولایت په کچه د ۷۰۰ ښوونځیو له ډلې شاوخوا ۳۶۰ یې ودانۍ نه لري او د پوهنې او زده‌کوونکو د ستونزو د حل لپاره هڅې دوام لري.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version