Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې ۵۴۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) ویلي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۵۷زره ماشومانو چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.
د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.
ځینې هغه کورنۍ چې ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي، بېوزلي، ناداري او وچکالي پر خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو اساسي لاملونه بولي او له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د غزني د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي نږدې یوولس کاله کېږي چې واده شوې، خو تر اوسه یې ۱۲ اولادونه نړۍ ته راوړي؛ له ډلې یې مشر زوی او لور دوه کاله وړاندې په هوایي برید کې ووژل شول او پاتې یو شمېر یې پر خوارځواکۍ اخته دي.
په بلخ کې تېر یو کال ۷۷۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٠ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کونړ ولایت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دا کچه مخ په لوړېدو ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وایي، څو لسیزې جګړې، وچکالي او ناسم اقتصادي حالت په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د بې ساري بشري ناورین لاملونه دي.
پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو یو شمېر کورنۍ له مرستندویه موسسو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د ماشومانو ژوند دې وژغوري، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د خوارځواکۍ د کابو کولو لپاره د ځینو پروګرامونو له پیلېدو خبر ورکوي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې ٢،٢ ميليونه ماشومان د منځنۍ کچې او يو ميليون نور يې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن