فیضاباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د ولایتي روغتون د خوارځواکۍ برخې د ماشومانو متخصص ډاکټر غلام رباني مشتاق پژواک خبري اژانس ته وویل، په منځنۍ کچه په ۲۴ ساعتونو کې له ۵ تر ۱۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه په دغه څانګه کې ثبتېږي.
خو هغه زیاتوي، په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر پر سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان د ولایتي روغتون په دغه څانګه کې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۰ ناروغان د خراب روغتیایي وضعیت له امله مړه شوي دي.
نوموړي بېوزلي، وزګارتيا او د چاپېريالي حفظالصحې نه مراعاتول په ماشومانو کې د خوارځواکۍ خپرېدو اصلي لاملونه وبلل.
هغه زیاتوي، تر ډېره پر خوارځواکۍ اخته ماشومان له ارګو، راغ، جرم او د دغه ولایت له نورو سیمو څخه دي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن