Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کندهار کې د ځواکمنو ځوانانو غورځنګ یو شمېر غړو نن د یوه لاریون په ترڅ کې له نړیوالې وغوښتل تر څو امریکا مجبوره کړي چې د افغانانو کنګل شوې پیسې افغانستان ته وسپاري.
کابل ښار کې د یوه لاریون پر مهال یو شمېر ښځو د حجاب په تړاو اعلان شوې طرحې په غبرګون کې اعتراض وکړ، خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي چې حجاب د اسلام حکم او فرض دی او باید درناوی ورته وشي.
ګڼ شمېر افغانانو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د پاکستان د هوایي بریدونو پر غبرګون کې لاریون وکړ.
کندهار کې لاریون کوونکو پر خوست او کونړ د پاکستان هوایي بريدونه پر افغان خاوره د پاکستان ښکاره یرغل وباله او ټینګار يې وکړ چې دې بريدونو ته بايد ځواب ورکړل شي.
د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار سيمه کې سلګونو کسانو پر خوست او کونړ ولايتونو د پاکستان د هوايي بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ.
خوست ښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستانیو جیټ الوتکو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې لسګونو کسانو ته
د زابل په مرکز کلات کې لسګونو کسانو په یوه لاریون کې په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو ځورول په سختو ټکو وغندل او دا راز کړنې یې د نړیوالو قوانینو خلاف وبللې.
. . .
په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د يوه لاریون په ترڅ کې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار سلګونو صرافانو او سوداګرو د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.
په خوست ښار کې د لاریون پر مهال ډزې شوې چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت ترافیک پولیسو د یوه طالب له لوري د خپل یوه ملګري د وهلو په غبرګون کې لاريون وکړ او له ولايت مقامه يې وغوښتل چې له تشدد کوونکو سره دې قانوني چلند وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن