Pajhwok Afghan News

د ننګرهار ترافیک پولیسو د خپل ملګري د وهلو په غبرګون کې لاریون وکړ

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت ترافیک پولیسو د یوه طالب له لوري د خپل یوه ملګري د وهلو په غبرګون کې لاريون وکړ او له ولايت مقامه يې وغوښتل چې له تشدد کوونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

ترافيک پولیسو د څو ساعتونو لپاره خپلې دندې پرې ایښې وې او د احتجاج په توګه له ترافیکو مدیریت څخه تر ولایت ولایت مقام پورې لاړل.

دوی شکايت درلود چې په دې وروستيو کې د طالبانو په ليکو کې يو شمېر کسان له دوی سره زور زياتی کوي او کله کله یې وهي او ډبوي.

د ترافیک پولیسو له ډلې نقیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار يوه طالب په جلال اباد ښار کې يو ترافيک پوليس وهلی او د هغه بې عزتي یې کړې ده.

هغه زياته کړه، له يوې خوا له تېرو اووه میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو له بله پلوه وخت نا وخته دا ډول ناوړه چلند ور سره کېږي چې دوی يې دندو پرېښودو ته اړ کړي دي.

يوه بل ترافيک پوليس محمد نعيم پژواک ته وويل، که ولايت مقام له دوی سره ناوړه چلند کوونکی طالب و نه نیسي او قانوني چلند ورسره و نه کړي نو دوی به د اعتراض په توګه خپلې دندې پرېږدي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير جواد شېرزاد د ترافيکو پر وړاندې شته ستونزې مني او زياتوي چې يو شمېر کسان د اسلامي امارت له نامه په ګټې اخيستنې ناوړه کړنې کوي.

ده وویل، ترافیک پولیس د ټولنې خدمتګاران دي چې د ترافیکي نظم د ساتلو لپاره کار کوي، په کار ده چې ټول یې درناوی وکړي.

و مو غوښتل په دې اړه د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ نظر واخلو خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د پخواني نظام له سقوط او د طالبانو په مشرۍ حکومت له راتګ وروسته ترافیک پولیس یوازیني کارکوونکي دي چې ټول بېرته خپلو دندو ته را غوښتل شوي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې ترافیک پولیس د اسلامي امارت په لیکو کې د یو شمېر وسله والو له ناوړه چلنده شکایت کوي او خپل غږ پورته کوي.

Views: 223

Exit mobile version