Language

ویډیويي خبر

د غزني ـ ګیرو خرابې لارې؛ پنځه ـ شپږ ساعته سفر او د ناروغانو د انتقال ستونزې

خپور شوی: Sep 15, 2026 موده: 3:32 پښتو

د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابې دي او تر غزني ښاره سفر کله ناکله پنځه ـ شپږ ساعته وخت نیسي. د دوی په وینا، د ناروغانو د انتقال او د بارانونو او سېلابونو پر مهال ستونزې لا زیاتېږي. د ګیرو ولسوال هم د لارې خراب وضعیت تاییدوي، خو د غزني د ټولګټو چارو ریاست وایي، د ولسوالۍ د لارې وضعیت ارزول کېږي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د ستونزې د حل لپاره اقدامات وشي.