د غزني د ګیلان ولسوالۍ په لرې پرتې حضرتشاه بازار سیمه کې د امام غزالي (رح) په نوم د یوه لوی علمي کمپلکس جوړولو چارې – چې درې کاله مخکې پیل شوې وې – ۳۵ سلنه ترسره شوې دي. د پروژې مسوولین وايي، دغه کمپلکس پر ۳۰ جریب ځمکه د شاوخوا دوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او له بشپړېدو سره به یې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د زدهکړو، روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي. د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس د بنسټ ډبره درې کاله مخکې د ګیلان ولسوالۍ د حضرتشاه بازار سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي، دیني عالم او جهادي شخصیت مولوي عبدالهادي حمدان او یو شمېر نورو خیرو کسانو له لوري اېښودل شوې وه. #غزني #ګیلان #حضرت_شاه #امام_غزالي #علمي_کمپلکس #پوهنه #روغتیا #پرمختیا #بیارغونه #افغانستان
ویډیويي خبر