دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. مسوولین وایي، روغتون به پر ۱۵ جریبه ځمکه جوړ او د سیمې اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. قومي مشران وایي، د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هیله لري چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې تر ډېره هوارې شي
ویډیويي خبر