Language

ویډیويي خبر

د پکتیا څمکنیو کې د پاکستان پوځي رژیم برید؛ ۲۲ کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي

خپور شوی: Jun 29, 2026 موده: 5:13 پښتو

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ پر مندخېلو کلي د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید په اړه خلک د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې په دغه برید کې تر ۲۲ کسانو شهیدان او له ۱۷۰ تر ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د پکتیکا پر ګیان، د پکتیا پر څمکنیو او د کونړ پر منورې ولسوالیو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. #پکتیا #پاکستاني_بریدونه #Paktia #PakistanAirstrikes