د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزهوهونکو ترمنځ د نیزهوهنې درېورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې؛ په دې سیالیو کې غزني، خوست او پکتیکا د درېیو بېلابېلو برخو لومړي مقامونه خپل کړل. دغه سیالۍ د غزني ولایت په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګو او زابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ د میري بازار سیمه کې ترسره شوې. د سیالیو تنظیموونکي وايي، ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزهوهونکو په سینګل نېزه، لاین نېزه او سیکشن نېزهوهنه کې سیالۍ وکړې. #غزني #اندړ #نیزه_وهنه #ورزش #افغاني_ورزش #ورزشي_سیالۍ #غزني_ورزش #پکتیا #پکتیکا #خوست #میدان_وردګ #زابل #ورزشکاران
ویډیويي خبر