عینالدین د ښه ژوند او کار موندلو په هیله بهر ته د تلو تکل کړی و، خو د سفر پر مهال په ایران کې د غلو له برید سره مخ او ټپي شو او بالاخره له ډېرو ستونزو وروسته ترکیې ته ورسېد، همالته څلور کاله په یوه موټرشويي کې په کار بوخت و. هغه چې په ترکیه له نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راډیپورټ شوی، اوس په کابل کې هم په یوه موټرشويي کې د کارګر په توګه کار کوي. عینالدین وایي، له دغه کار پرته بل کسب نهشي کولای او موټر مینځل یې د ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. هغه زیاتوي، د جمعې ورځو ډېره بوختیا، د ژمي په سړو او د اوړي په ګرمیو کې کار او د ځینو خلکو سپکې خبرې او پټکې ورته تر ټولو سختې شېبې او خاطرې دي؛ خو وایي، تر ټولو خوښه او نه هېرېدونکې ورځ یې هغه وه چې د خپل زحمت لومړنۍ ګټلې پیسې یې خپلې مور ته ورکړې او د هغې دعا یې واخیسته. دی هیله لري چې یوه ورځ خپله مور عمرې ته ولېږي، خپل کاروبار جوړ کړي او د کرکټ افغان ستوری راشدخان یو ځل خپل موټر د مینځلو لپاره ورولي. راپور: انور وصال #کډوالي #موټرشويي #Migration #HumanStory #Afghanistan
ویډیويي خبر