په کابل کې نن د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانیستل شو؛ په دې نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل کرنیز محصولات، د مالدارۍ تولیدات، عصري وسایل او نوې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړې دي. د نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونو رامنځته کول او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور وده بلل کېږي. #کرنه #مالداري #Agriculture #Livestock #KabulExhibition
ویډیويي خبر