Language

ویډیويي خبر

کابل کې د څلورم هوایي پل جوړېدو چارې پیلېږي

خپور شوی: Jun 23, 2026 موده: 4:02 پښتو

د کابل ښاروالي اعلان کړی چې د شهید هنګرها څلورلارې لپاره د نوي هوایي پل طرحه بشپړه شوې او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي. دا په کابل ښار کې څلورم هوایي پل دی چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه جوړېږي. تر دې وړاندې د برکي څلورلارې، ولایت مقام او منار نجات په څلورلارو کې هم د هوایي پلونو چارې پیل شوې دي. #کابل #هوایي_پل #کابل_ښاروالي #ترافیک #افغانستان