Language

څلور ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي

لښکرګا(پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي،  چې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونوال عبدالاحد چوپان  د مرغومي په لسمه  پژواک خبري اژانس ته  وويل،  چې دا پېښه تېره  شپه  د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور  په سيمه کې رامنځته  شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په  دې پېښه  کې څلور ماين خښوونکي ځاى پر ځاى وژل شوي او مړي يې سهار د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

دغه  راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې په همدې سيمه کې پوليسو هغه شپږ توغندي هم ترلاسه کړي، چې وسله والو پر لښکرګاه ښار توغولو ته عيار کړي وو.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنې يو ښځه او يو ماشوم ټپي کړي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې ياده پېښه تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان سيمه کې د ګرګان په نوم کلي  کې  هغه مهال رامنځته  شوه، کله چې ياده ښځه او ماشوم له خپل  کور څخه يوه بل کور ته د تګ په حال کې وه.

سرچينه وايي، ټپيان د پوليسوپه مرسته  د کندهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا د پلټنې  پر مهال ٢٠ کيلو چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.