Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان زمبابوی ته په څلورمه لوبه کې ماتې ورکولو د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان زمبابوی ته په څلورمه لوبه کې ماتې ورکولو د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

author avatar
16 Feb 2018 - 20:50
افغانستان زمبابوی ته په څلورمه لوبه کې ماتې ورکولو د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله
author avatar
16 Feb 2018 - 20:50

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۶) : افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په څلورمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د پنځولوبو لړۍ وګټله.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې روانې دي، تر دې مخکې افغانستان، دوه او زمبابوي یوه لوبه ګټلې وه.

د لوبې پچه زمبابوی وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پریکړه وکړه. دزمبابوی لوبډلې دافغان توپ اچوونکومقابله ونه شوکړای اوټوله لوبډله یې په ۱۳۴ منډو وسوځیدله.

دافغانستان له لوري ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د زمبابوي پنځه لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشد خان او محمد نبي دوه، دوه لوبغاړي او شرف الدین یو لوبغاړی وسوځولو.

افغانستان یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په ۲۱ اوور کې  د کوم لوبغاړي دسوځیدلو پرته ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري دا ځل شهزاد محمدي او احسان الله  ډیره ښه لوبه وکړه ، شهزاد ۷۲ او احسان الله ۵۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

 شهزاد محمدي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ۲۰۲۰ زیاتې منډولو جوړولو سره لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې دومره ډیرې منډې جوړې کړې، نبي هم دوه زره منډې جوړې کړې او دویم مقام لری.

مجیب ځدران هم نن نړیوال ریکارډ جوړکړ، هغه د نړۍ کم عمره لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو په یوه لوبه کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول.

تردې مخکې دا ریکارډ د پاکستان د وقار یونس و.

Visits: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more