کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۹) : په افغانستان کې د پاکستان سفارت وایي چې د ویزو د ان لاین سیسټم فعالولو ترڅنګ یې متقاضیانو ته یې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا د مرغومي په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هیواد ته د افغان اتباعو د تګ راتګ اسانتیا لپاره، حکومت یې د ویزې د نوې تګلارې عملي او پلي کول پیل کړې دي.
دغه تګلاره د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ستمبر په ۱۹مه نیټه اعلان کړې وه.
د پاکستان سفارت ویلي، چې د پاکستان د ویزو لپاره د لوی شمیر غوښتونکي د اسانه ویزې پروسس کولو لپاره مهم تدابیر نیولي دي.
سرچینې ویلي، د ویزې غوښتنلیکونو فورمو راټولولو لپاره د غرفو شمیر له ۷ څخه ۱۷ ته لوړ شوی، کوم ، ځو د غوښتونکو لپاره د ویزې پروسس ظرفیت ته وده ورکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، له پاکستان څخه د لیدونکو ټولو کټګوریو ته د اوږود مهاله یا ملټیپل انټري ویزو صادرول (له یو څخه تر پنځو کلونو پورې ویزه).
دوی ویلي، د راتلونکي دوستانه ګامونه د اخیستلوپه لور، په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال آباد، کندهار او مزار شریف کې د قونسلګریو لخوا د دولت په لارښوونه د افغان اتباعو لپاره آنلاین ویزه معرفي شوه. چې له مخې په اونۍ کې اوه ورځې ۲۴ ساعته په آن لاین توګه د ویزې غوښتنه وکړه.
www.visa.nadra.gov.pk
د پاکستان سفارت دغه راز ویلي، چې د ناروغانو، ښځو ، زده کوونکو او سوداګرو لپاره جلا غرفې جوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې زده کونکو ته په پاکستان کې د تعلیمي برنامې له مخې د زده کړې ټولې دورې لپاره ویزې ورکول کیږي.
سفارت ویلي، د دې مشخصو اقداماتو په پایله کې، دغه سفارت او کونسلګرۍ یوازې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې ۱۵۰۰۰۰ ویزې صادر کړي دي.سربیره پردې، د تیرې یوې نیمې میاشتې په جریان کې د سفارت لخوا شاوخوا، ۱۲۰۰۰ آنلاین ویزې صادر شوې دي.
د پاکستان سفارت ویلي، غواړي د ویزې غوښتونکو ته یادونه وکړي چې د سهار د ویزې د کاري ساعتونو پرمهال سفارت ته راشي چیرې چې د ویزې پروسس کولو لپاره کافی ظرفیت شته دي ، د ویزې غوښتونکي اړتیا نه لري چې د شپې مهال د سفارت د باندې، ویزو ته انتظار وباسي.
سفارت ویلي، چې د سوداګرو پرته نورې ټولې ویزې وړتیا لري او ټینګارکوي چې د سفارت لپاره د ویزې اجنټ یا استازې نشته او په دې نوم دې چاته پیسې نه ورکوي.
د پاکستان سفارت له افغان چارواکو مننه کړې، چې هره ورځ د ویزې غوښتونکو لوی شمیر په تنظیمولو کې مرسته کوي .