Language

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٩): د اترا اداره وايي چې په لغمان ولايت کې د (هیله) راډیو خپرونې د فعاليت جواز نه درلودو له امله درول شوې دي.
د اترا ادارې وياند سعيد شينواري د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د (هیله) راډیو خپرونې د اترا په مشرۍ ګډ پلاوي له لوري د جواز نه لرلو له امله ودرول شوې.
دى وايي چې په ياد پلاوي کې د اترا ادارې، د لغمان ولایت مقام، ملي امنیت، امنیې قوماندانۍ او اطلاعات او فرهنګ ریاست استازو ګډون درلود.
ده زياته کړه: ((هیله راډیو چې د اېف اېم په ٨٨،١ فریکونسۍ یې له اوږدې مودې راهیسې له جواز پرته خپرونې کولې او د اترا ادارې له پرله پسې یادښتونو سره- سره یې هم له قانونه سرغړونه کوله، نو تېره ورځ يې خپرونې ودرول شوې.))
د سعيد په خبره، د دې راډیو مسوولینو ته هدایت ورکړل شو چې د اترا ادارې فریکونسۍ جواز ژر تر ژره ترلاسه کړي او له هغه وروسته قانوني خپرونې وکړي.
په ورته وخت کې د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی پژواک ته وويل، د هيلې په نوم راډيو قانوني جواز نه و اخیستی او نشرات يې کول چې د همدغې سرغړونې له امله يې نشرات بند شول.
دی زياتوي، څو ورځې وړاندې د اترا ادارې له لورې ورته مکتوب لېږل شوی و، بيا دوی ورته پلاوی وټاکه او ياد پلاوي د جواز نه درلودو په وجه د راډيو نشرات بند کړي دي.
د هيلې راډيو مسوول کاوش ننګيال هم وايي چې د راډيو نشرات يې پرون ځکه بند شول چې دوی د جواز اخيستو پروسه لا نه وه بشپړه کړې.
هغه پژواک ته وويل، د جواز ترلاسه کولو پروسه يې پيل کړې وه خو لا خلاصه نه وه او اوس پرې تر هغه وخته چې د جواز کار يې نه وي خلاص شوی، نشرات بند شوي دي.