جلال اباد (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٩): په ننګرهار ولايت کې د يوه کلينيک د جوړولو چارې بشپړې او د بل د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولایت مقام له خوا د مرغومي په ١٣مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره رود ولسوالۍ سياه سنګ سيمه کې د UNHCR ادارې په ٢١٠ زره امريکايي ډالرو مالي لګښت د يو CHC کلينيک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ياد کلينيک د بنسټ ايښودلو پر مهال وويل، چې دغه کلينيک د UNHCR ادارې په دوه سوه لس زره امریکايي ډالرو مالي لګښت اتلس بسوې ځمکه کې جوړيږي، چې ۲۴ خونې، تشنابونه، سولري او جنراتوري برېښنا او نور ملحقات به ولري.
نوموړې د ياد روغتون مسوولينو او د سيمې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د کلينيک په جوړېدو کې ګډه همکاري وکړي او چارې په ښه کيفيت تر سره کړي.
د يادې سيمې اوسېدونکو د کلينيک په جوړېدو خوښي وښوده او د همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
د يو بل خبر له مخې، په جلال اباد ښار کې يو کلينيک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې په مراسمو کې يې د عامې روغتيا رئيس نصير احمد دُراني، د ښار جوړونې رئيس انجنير عبدالباسط او نورو مسوولينو ګډون کړى وو.
ځايي مسوولين وايي چې دا کلينيک د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند امرخېلو سيمه کې د ښار جوړونې ادارې د نهه ميليونه او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت جوړ شوى دى.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ياد کلينيک د پرانیستې پر مهال وويل، چې دغه کلينيک د ښار جوړونې ادارې په نهه میلیونه او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت جوړ شوی، چې ۱۲ خونې، تشنابونه او نور ملحقات لري.
نوموړې د ياد روغتون مسوولينو او د سيمې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د کلينيک په ساتنه کې ګډه همکاري وکړي.
د سيمې خلکو د کلينيک پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې له دې کلينيک څخه به د سيمې زرګونه کورنۍ ګټه پورته کړي.