لښکرګاه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د هلمند د سنګين لپاره د طالبانو ولسوال له پنځو نورو کسانو سره وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت د مرغومي په ١٤مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې هوايي بريد کړى دى.
سرچينه وايي چې په دغه بريد کې د سنګين لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا شفيع له پنځو نورو طالبانو سره وژل شوى دى.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په ورته يو بل بريد کې د طالبانو يو قوماندان ملا ظاهر له خپلو درېيو نورو کسانو ټپي شوى دى.
دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول نواب شاه ځدراڼ هم پژواک ته وويل چې په ياد بريد کې د طالبانو د سنګين ولسوال ملا شفيع مشهور په مولوي ناظم له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تېره ورځ هم د ملي دفاع وزارت په هلمند کې د ٥٠ طالبانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP