ميمنه (پژواک، ١٣ مرغومی ٩٩): د فاریاب امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره شپه دوه بجې د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي وکیل احمد چې په ملا ناظم مشهور و، له خپلو اوو ساتونکو سره یو ځای د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.))
په فاریاب کې د طالبانو یوه مهم مسوول یاده پېښه رد کړې خو د دې ډلې بلې سرچینې پژواک ته ومنله چې د ملا ناظم پر موټر ماین چاودنه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.
په ورته وخت کې د فاریاب والي نقیب الله فایق پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: ((د طالبانو والي او د انسانانو خطرناک قاتل چې په جګړه او موټربم بریدونو کې یې سلګونه انسانان وژلي، تېره شپه د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خپلو شپږو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.))
د فاریاب د والي په خبره، په دې وروستیو کې د طالبانو ترمنځ اختلافونه ډېر شوي او ناظم هم د دې ډلې د اختلافاتو له امله وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه د والي د یادې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP