د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی شل کلن شاهسوار، چې د اقتصادي ستونزو د حل په هیله یې اروپا ته پر قاچاقي لارو سفر کړی و، وايي چې له دغه سفره یې ډېرې ترخې او دردونکې خاطرې له ځان سره راوړې دي. شاهسوار اوس بې لاسونو او بې پښو خپلې کورنۍ ته راستون شوی او د مصنوعي غړو لپاره د مرستندویه بنسټونو او شتمنو کسانو مرستې ته اړتیا لري. هغه وايي، د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله یې په تېر ساړه ژمي کې شل ورځې مرګ ته شېبې شمارلې او د هغه وخت لوږه، تنده، سخته یخني، د وحشي ژوو ګواښونه او د خپلو ملګرو د مړینې دردونکې شېبې یې لا هم له زړه نه وځي. که تاسو یا ستاسو د کورنۍ کوم غړي پر قاچاقي لارو سفر کړی وي، خپله کیسه له پژواک سره شریکه کړئ، څو نور ځوانان د دغو لارو له کړاوونو خبر شي او ځانونه ترې وساتي.
راپور: جاوېد رازمند
ویډیويي خبر