د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ جنازه نن «چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه» مازدیګر څلور بجې له هنده کابل ته راورسېده. ټاکل شوې د نوموړي جنازه سبا لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او وروسته په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شي. شاپور ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې د هند په یوه روغتون کې بستر و او وړمه شپه یې د ورپېښې ناروغې له امله ساه ورکړه. د یادونې ده، شاپور ځدراڼ چې تیز توپاچوونکی و په ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ نړۍوالو شلاوریزو لوبو کې ګډون کړی و او ۸۰ وېکټې یې اخیستې وې. #شاپور_ځدراڼ #شاپورځدراڼ #افغانستان_کرکټ #کرکټ #افغان_کرکټ #ملي_لوبډله #جنازه #کابل #عیدګاه_جومات #مرنجان_تپه #تیز_توپ_اچوونکی #افغان_لوبغاړي
ویډیويي خبر