منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په غزني کې اته پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

· ۳:۳۴

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت، د ۱۸ پروژو له ډلې د اتو پروژو چارې بشپړې شوې، د شپږو نورو پروژو چارې پیل شوې او د څلورو پروژو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.