ژبه

ویډیويي خبر

په غزني کې د کابل – کندهار لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

خپور شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۵ موده: 4:15 پښتو

د غزني په مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو او اساسي رغونې چارې پیل شوې.د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د سړک پراخولو او اساسي رغونې موخه د ښار د ترافیکي فشار کمول، د موټرو د تګ راتګ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول او د ښاري سیمو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو ښه کول دي. هغه زیاته کړه چې یاده پروژه د غزني ښار له علي‌لالا څلورلارې بیا د بلخ تر دروازې پورې غځېدلې او د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري د ۳۷۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.

#غزني #کابل_کندهار_لویه_لار #سړک_رغونه #سړک_پراخول #ښاري_پراختیا #ترافیک #ترانسپورټ #۳۷۱_میلیونه_افغانۍ #افغانستان