Language

ویډیويي خبر

د پژواک له راپور وروسته د غزني–پکتیکا سړک د چارو چټکولو سپارښتنه وشوه

خپور شوی: Jul 26, 2026 موده: 3:46 پښتو

د غزني–پکتیکا لویې لارې د رغونې چارو د ورووالي په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي د ټولګټو ریاست مسوولین او د قراردادي شرکت استازي ورغوښتي او سپارښتنه یې ورته کړې چې د سړک پاتې چارې په دوو میاشتو کې بشپړې کړي. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار د رسنیو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي: «موږ له هغو رسنیو مننه کوو چې د خلکو ستونزې په مسلکي ډول تر مسوولینو رسوي.» #غزني #پکتیکا #غزني_پکتیکا_لویه_لار #د_سړک_رغونه #ټولګټې #د_پژواک_راپور #رسنۍ #د_رسنیو_رول #د_خلکو_ستونزې