د غزني د واغظ ولسوالۍ په یوه لرې پرته کلیوالي سیمه کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د لومړي ځل لپاره مجهز ورزشي سالون جوړ شوی دی. د سیمې ورزشکاران وایي، پخوا به یې د تمرین لپاره شاوخوا ۳۰ کیلومتره لار وهله، خو د دغه سالون په جوړېدو سره اوس په خپله سیمه کې د تمرین زمینه ورته برابره شوې ده. د سیمې اوسېدونکي دغه پانګونه د پرمختګ پر لور یو مثبت ګام بولي او هیله لري چې نور پانګوال هم په کلیوالي سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته وهڅېږي. #غزني #واغظ #ورزش #ورزشي_سالون #ورزشکاران #خصوصي_پانګونه #پانګونه #کلیوالي_سیمې #ځوانان #پرمختګ #افغانستان #Ghazni #Afghanistan
ویډیويي خبر