د غزني د مرکز اړوند په آرزو سیمه کې لا هم د شړشمو تېل د لرګینې ګانۍ په وسیله په پخواني دودیز ډول ایستل کېږي. تولیدوونکي وایي، دغه تېل د خالصوالي او کیفیت له امله لا هم خپل ځانګړي پېرېدونکي لري. هغوی د دې دودیز کسب د ساتنې او پرمختګ لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي. د غزني د کرنې ریاست مسسولین بیا وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۲۰۰ جریبه ځمکه شړشم کرل شوي او د دې صنعت د پراختیا او معیاري کولو لپاره پر یوې طرحې هم کار روان دی. راپور: واحدالله جمعهزاده #غزني #شړشم #Ghazni #TraditionalIndustry #MustardOil
ویډیويي خبر