ژبه

ویډیويي خبر

د هغه کتاب‌پلورنکي کیسه چې خلکو ته د کتابونو رسولو لپاره یې د مېرمنې د ګاڼو په پیسو موټرسایکل اخیستی

خپور شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۵ موده: 4:44 پښتو

نصرت ارمان چې د خپلې مېرمنې د ګاڼو په پیسو یې موټرسایکل پېرلی، اوس کابل کې د خلکو تر کورونو کتابونه رسوي وايي، په دې کار کې هم د روزي هیله ویني او هم غواړي د مطالعې دود پیاوړی کړي. ده ژورنالېزم لوستی، ځینو ادارو سره یې کار هم کړی خو د کاري فرصتونو نشتون له امله یې اوس دا کار پیل کړی. هغه د وټس‌اپ له لارې فرمایشونه اخلي او وروسته یې د پېرودونکو تر ادرسونو رسوي. نصرت ارمان پلان لري چې په راتلونکي کې نورو ولایتونو ته هم په دې ډول د کتابونو رسونه پیل کړي. #کتاب #مطالعه #Kabul #Books #Inspiration