Language

ویډیويي خبر

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

خپور شوی: Sep 14, 2026 موده: 2:24 پښتو

دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. مسوولین وایي، روغتون به پر ۱۵ جریبه ځمکه جوړ او د سیمې اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. قومي مشران وایي، د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هیله لري چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې تر ډېره هوارې شي