ژبه

ویډیويي خبر

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي د کوڅه‌ډبو سپیانو له ډېرېدو شکایت کوي

خپور شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۵ موده: 2:59 پښتو

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي په دې ناحیه کې د کوڅه‌‌‌ډبو سپيانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلکو او ماشومانو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي. د غزني ښار د پنځمې ناحیې د قدم کلا سیمې اوسېدونکي او قومي مشر غلام مصطفی پژواک ته وویل چې په دې سیمه کې د کوڅه‌ډبو سپیانو ډېرېدو له امله نه ماشومان په ډاډه زړه ښوونځیو تللای شي او نه هم خلک د شپې له مخې تګ راتګ کولای شي.

#غزني #غزني_ښار #کوڅه‌ډب_سپي #د_ښاریانو_اندېښنې #د_ماشومانو_خوندیتوب #ښاري_ستونزې #عامه_روغتیا #افغانستان