ژبه

ویډیويي خبر

د سپین‌بولدک بازار د عمومي سړک د بیارغونې ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې

خپور شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۵ موده: 3:53 پښتو

کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د بازار د عمومي سړک د بیارغونې چارې روانې دي. مسوولین وایي، دغه سړک د شاوخوا یو میلیارد او ۳۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او څلور کرښې لري. د پروژې د انجنیر په وینا، تر اوسه د دې سړک شاوخوا ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي. بل خوا ځايي اوسېدونکي هیله لري چې د سړک په بشپړېدو سره به ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه او د یادې ولسوالۍ سوداګریز اهمیت به لا زیات شي.