Language

ویډیويي خبر

خوست کې د سرې میاشتې په نوم د خلکو د غولولو په تور یو کس نیول شوی

خپور شوی: Sep 23, 2026 موده: 3:46 پښتو

د خوست امنیه قومانداني وایي، یو کس یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په نوم د پیسو راټولولو او د خلکو د غولولو په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا، له نیول شوي کس سره جعلي مهرونه، د پیسو راټولولو پاڼې او رسیدونه هم موندل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې ویډیو کې تورن د خلکو څخه د پیسو راټولول مني، او یو شمېر زیانمن شوي کسان هم وایي چې هغه د مرستې او سرې میاشتې په نوم څنګه ترې پیسې اخیستې دي.
#خوست #درغلي #Khost #Fraud #Afghanistan