فیدل کاسترو عجیب انسان وو ډېر عمر د امریکا او شوروي په خشنو سياستونو کې دخيل پاتې شوی. ازمایښتونه یې وګالل، خو کیوبا یې وساتله. ترسلو زیاتې او یا د یوه څېړنې پر بنسټ ۶۲۵ مرګونې حملې پرې وشوی، خو ژوندی پاتې شو، نوموړي د ځان، ملت او دښمن لپاره جلا جلا تعریفونه لرل. کیوبا یې تر سختې څارنې لاندې ساتله او هر هغه قیام یې په زور ماتوه چې د ملي ګټو لپاره به خطر و، نو ځکه خو به یې مخالف سیاستوال ګیله من وي. ډېر شمېر کتابونه پرې لیکل شوي، چا یې بد ویلي او چا یې ښه، خو کاسترو پوهېده چې څه وکړي.
نوموړي د امریکا په څېر ځواکمن دښمن درلود. پاکستاني لیکوال جاوېد جوهدري په خپل کتاب ( زیرو پواینټ ۵) کې لیکي چې د امریکا دښمني خو څه کوې، د امریکا له دوستۍ دې هم خدای ساته. چوهدري زیاتويچې کله کله د امریکا له دښمنۍ له امریکا سره دوستي سخته وي او کاسترو له داسې چا سره لاس او ګریوان وو.سی ای اې د کاسترو د پرځولو لپاره هر ډول پلان وکاراوه. یوځل یې ۱۵۰۰ کیوبایي ګوریلاي جګړه مار ورزول او په کیوبا یې مارش کړل. کاسترو خبر شو، پلان یې شنډ کړ او تر زرو زیات حمله کوونکي يې یا ووژل او يا یې ژوندي ونیول. ویل کېږي چې سی ای اې د کاسترو مېرمن او یا په بل عبارت معشوقه یې وهڅوله چې کاسترو په زهرو مړ کړي، مګر زیرک کاسترو دداسې خطرناک دام نه هم رک روغ ووت او د مېرمن هیله ګره مینه یې کشف کړه.
کاسترو کمونيست پلوى انقلابي و، د خپل ورور راول کاسترو او چیګوارا سره یو ځای یې د کیوبا د حاکم نظام پر وړاندې بغاوت پیل کړ او حتی دا چې په ۱۹۵۳ کال کې یې د ولسمشر بتیستا پر وړاندې د ناکامې کودتاه هڅه وه، ناکام شو، یو کال بندي شو او له خلاصېدو وروسته بیا ځل په خپل پلان پسې روان شو. کاسترو خورا روښانه ماموریت درلود، په۱۹۲۶ کې پیدا، په ۱۹۵۹ کې قدرت ته ورسېد، په ۲۰۰۸ کال کې له قدرته مستعفي او په ۲۰۱۶ کال کې ومړ.
کاسترو په مطلق ډول نیک خویه او خورا بریالی مشر نه شو منلی او نه هم کاسترو او یا د دنیا بل هر مشر د هر چا لپاره غوره مشر او الګو کېدلی شي، هر سړی تور او سپین لري،هر مشر ښې او بدې ورځې لري،هر مشر ناکام او بریالی ماموریتونه لري، هر مشر د قدرت پر وخت ګټوری او تاواني فیصلې کوي، ځکه نو نه شي کېدلی کاسترو د هر چا لپاره او په هر زمانياو مکانيقالب کې منلی مشر واوسي. زه د کاسترو ملي روحیې،د روسانو او امریکایانو تر منځ د اړیکو د بیلانس ساتلو مهارت، په خپل هېواد کې د امریکا او نورو رقیبو هېوادونو د استخباراتي مداخلې د مخنیوياو په پای کې امریکا د ښو اړیکو جوړولو ته د اړ کولو له نظره ستایم، په داسې حال کې چې ډېرې نورې وهمناکې کیسې هم لريچې کله پرې هم د یوه دیموکرات رهبر اطلاق نه شی کېدلی.
کاسترو د امریکا له ملاتړه برخمن ولسمشر بتیستا له واکه لرې کړ، نو هرو مرو خو به غربي مورخینو او شناندو دیکتاتور ګاڼه ، که څه هم یو شمېر سیاسي مخالفینو د کاسترو په وخت کې کیوبا پرېښوده، کډوال شو، مګر ډېر شمېر کیوبایان د کاسترو له خدمتونو سترګې نه پټوي. د تعلیم، سړکونو، پلونو، روغتیا، برېښنا او لرو پرتو سیمو کې د ژوند اسانتیاوو په برخه کې یې ډېر زحمت وکیښ او ولس ترې خوښدی، خو مخالفین یې چلباز او مکار انسان بوليچې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې به یې دیکتاتوريکوله.د نړۍ د کیڼ اړخو ډلو سره به یې ښې اړيکې ساتلې. د افریقا د یو شمېر هېوادونو د ازاديغوښتونکو خوځښتونو سره یې پوځي مرسته کوله او د جنوبيافریقا تورپوستی مشر نیلسن منډیلا سره یې خورا خوږه یاري لرله، ځکه خو منډیلا به نوموړی رښتينی انسان پال مبارز ګاڼه.
په هرصورت، د کاسترو د شخصیت په اړه خورا نادرې کیسې شته، نږدې ټول عمر یې په مقابله او مبارزه کې تېر شوی، ټول عمر پرځېدلی او پاڅېدلی، ځکه خو یې بدبینان بې شمېره او بې حسابه دي. نوموړی هوښیار قیمارباز ته ورته و. د خپل ژوند په ګډون په ډېرو شیانو به یې سیاسي قیمار واهه، خو هېڅکله یې له هېواده بهر او یا له ګاونډیانو سره د کیوبا مسله بې باکه نه نیوله. په هېوادنیو ګټو کې ډېر دقیق او حساس و او حتی کله چې ولسمشر اوباما ټرمپ ته څوکۍ سپارله، نوپه ویاړ یې وویل چې زما د حکومت یوه لاسته راوړنه هم له کیوبا سره ۶۰ کلنه لانجه ختمول دي. اوباما له کیوبا سره غوره اړیکې جوړول د وخت اړتیا او خپل ویاړ وګاڼه او په ډېرجرات به د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري له کیوبا سره قدم په قدم ډیپلوماتیک پرمختګونه له نړۍ سره شریکول.
کاسترو ومړ خو د خپلو خلکو په زړونو او د تاریخ پر پاڼو یې زرین نوم نخ کړ، حکمرانانو ته یې د مشرۍ لپاره د اصولو غوښن مکتب پرېښود او ثابته یې کړه چې د تلپاتې ژوند لپاره باید حکمرانان د قدرت او صلابت څو ګوته په شمېر ورځې په غلا، غبن او دوکه تېرې نه کړې، کاسترو به ویل چې خپل ملت په تشو ژمنو او بې بنسټه پلانونو مه تباه کوئ.
حمکراني امتیاز نه ، بلکې مسوولیت دی،له بده مرغه د بعضو هېوادونو مشران د قدرت د ساتلو لپاره هر ډول غیر انسانيکړنې کوي. سیاسي مخالفین په ناحقه توګه ځپي، د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او بیت المال د خپلو ګټو لپاره لولپه کوي.
مليسیاسي مبارزې د راتلونکې لپاره وي، ملي ګټې تلپاتې او حاکم جوړښتونه یواځې په رسمي چوکاټ کې د ستراتیژیکو ګټو د تمثیل مسوولیت لري، مګر وینو چې ځينې مشران ځانونه د هېوادنیو ګټو نه، بلکې هېوادنۍ ګټې د ځاني ګټو نه قرباني کوي. په تاریخي لحاظ ډېر خلک بد او ډېر ښه مشران تېر شوي. تاریخ ټول په خپلو حافظو کې ثبت کړي.موږ اوس ټول لولو،په چا لعنت وایو او په چا رحمت، ځينو بدو مشرانو په خپل ژوند لکه قذافي د خپلو اعمالو پور پرې کړ او ځينې مشران به د تل لپاره د تاریخ په زولنو کې زندۍ وي.
دا هم تاسې او دا هم د غوره او بد سیاست څو کرښې.