Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ولسمشر محمد اشرف غني او دهغه په ټیم باندې تل دا نيوکې کېدې چې ګواکې دوى په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره نه اراده لري او نه هم کوم صلاحیت او هغه پروګرامونه چې د لوړې په مراسمو کې ولسمشر اعلان کړ زیات شمېر د هغه منتقیدینو ته یوازې تبلیغات او دخلکو تېر ایستل ښکارېدل او زیاترو یې ویل چې دسولې لپاره حکومت او ولسمشر خپلواک نه دی او نه شي کولی چې د سولې راوستلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني چې کله په لومړیو کلونو کې له نړیوالو سره داړیکو دښه والي او افغان امنیتي ځواکونو ته دملاتړ او مالي امکاناتو د برابرولو له پروسې څخه لږ هم وزګار شو نو ټول تمرکز یې دافغانستان دسولې په مسله وکړ، دنوموړي په هڅو لومړی د څلور اړخیزو ناستو چوکاټ رامنځ ته شو، ورپسې دسولې لپاره داسې جامع طرحه وړاندې شوه چې په هغې کې دافغانستان دامنیت ستونزه په اساسي او بنسټیزه توګه حل کېدلی شي چې هغه له  وسله والو طالبانو سره د سولې طرحه او ترڅنګ یې له پاکستان سره دولت په دولت دسولې پروسه وه، خو له دې سره بیا هم یو شمېر کړیو دا د ولسمشر یوازې تبلیغات وبلل او ويې ویل چې ددې صلاحیت ولسمشر نه لري.

خو کله چې د کابل پروسې دويم کنفرانس کې افغان حکومت د سولې طرحه وړاندیز کړه نو په کور دننه او بهر ټول خلک ورته حیران شول او د ولسمشر دغه اقدام یې تاریخي وبللو ورپسې ولسمشر په ناببره توګه د ۳۵۰۰ علماوو هغې فتوا او حکم ته درناوی وکړ چې د اروبند لپاره یې کړی وو او ولسمشر د ۸ ورځو لپاره اوربند اعلان کړ چې په دې سره ټول هغه شکونه باطل شول کوم چې د ولسمشر په نیت او ارادې باندې درلودل .

دغه راز تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني له هلمند څخه د سولې هغه کاروان هرکلي ته ورغللو کوم چې له تېرو ۳۷ ورځو د هلمند ولایت څخه په خپلو پښو راروان شوی وو او موخه یې په ټول هېواد کې دسولې دغږ د اوچتولو ترڅنګ په سوله کې دخلکو مرسته او دسولې لپاره ولسي حرکت یاد شوی دی ، ولسمشر په خپلو خبرو کې دکاروان دغړو د هغو غوښتنو په ځواب کې چې له ولسمشر یې درلودې وویل:((زه ستاسو په غوښتنه دیو کال اوربند ته چمتو یم دوى دې ووایي چې په دښته کې سره کینو خبرې اترې وکړو او که په ورشو سره کینو همدارنګه ما چې لسګونه زره نړیوالو ځواکونه وویستل دا څو زره څه دي ؟)

ولسمشر زیاته کړه چې ان که زما په قربانۍ سره سوله راځي زه چمتو یم چې له خپل عمر څخه هم تېر شم او دافغانستان دسولې لپاره خپل ژوند قرباني کړم ، د ولسمشرغني پروني جرئت دا وښودله چې دسولې راوستلو په چارو کې دهیچا تر اغېز لاندې نه دی او هماغسې یې چې حزب اسلامي سره سوله بریالیتوب ته ورسوله چمتو دی چې له طالبانو سره هم دسولې پروسه بریالۍ کړي او افغانستان په دایمي توګه له دې بدبختیو څخه وساتي .

نو اوس مهمه مسله داده چې ایا طالبان خپلواک دي ؟ ایا طالبان چې دعوه کوي دوى خپلواک دي او کولی شي چې خپل ټول قوماندانان تر یوې قوماندې لاندې راټول او د هغوى اوا مرو ته غاړه کېږ دي ؟

نو بیا ولې طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې بې ګناه افغانان په وینو ولړل او په ځانمرګو بریدونو سره یې ښوونځي ، کلینيکونه ، سړکونه او نورې عامه ودانۍ ویجاړې کړي ؟ ایا دوى ولى استادان ، ډاکټران  او نور هغه افغان قشر شهیدان کړل چې په جګړه کې ښکیل نه و ؟ دوى ولې روژه په خوله مسلمانان په جوماتونو کې ښکار کړل؟

چې له دې ټولو داسې معلوميږي چې دوى په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دي که چېرته خپلواک وي یو ځل بیا افغان حکومت دوى ته دا چانس ورکړ چې دسولې غږ ته لبیک ووایي او په مستقیم شکل باندې دسولې خبرو اترو ته راداخل شي، ځکه افغان حکومت په دې برخه کې خپل تاریخي مسوولیت ادا کړ، اوس به وګورو که چېرته طالبان او ددوى مشران خپلواک وي رادې شي او دسولې خبرې اترې دې وکړي، ځکه دجګړې له لارې دوى نه شي بریالي کیدلی او نه هم دوى نور خپله اراده په یو شمېر زیاتو خپلو وسله والو   منلی  نه شي، ځکه د دوى هغه وسله وال چې داوربند په ورځ ښارونو ته راغلل له هغوى سره د ولس او افغان امنیتي ځواکونو چلند به حتما دوى ته دا احساس ورکړی وي چې موږ په یوه ناروا او غلطه جګړه کې ښکیل یو، نو اوس د طالبانو مشرانو ته په کار دی چې په یوې تاریخې پرېکړې سره د ولسمشر د اروبند او د سولې دخبرو هرکلی وکړي او په دې توګه سره خپله خپلواکي ثابته کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

The views expressed in this article do not necessarily reflect Pajhwok's editorial policy.

Author's brief introduction

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more