ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له ١١٥ د زياتو وسلوالو د وژلو خبر ورکړل شو

17 Oct 2011 - 17:05
17 Oct 2011 - 17:05

اسعد اباد (پژواک ٢٥ تله ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې افغان او ايساف نظامي مسوولين وايي چې په کونړ ولايت کې د تېرو لسو ورځو عملياتو په ترڅ کې يې له ١١٥ زيات وسلوال مخالفين وژلي دي.

په ختيځو ولايتونو کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا وياند جګړن شيرين اغا د تلې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات د روان لمريز کال د تلې په ١٥مه، د کونړ په ناړۍ، غازي اباد او اسمار ولسواليو کې پيل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې په يادو شويو ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي وو، پوستې يې جوړې کړي، خلک او موټر يې تالاشي کول او ځورول يې.

د نوموړي په وينا، په تېرو لسو ورځو کې ايساف او د ملي اردو ځواکونو په يادو شويو ولسواليو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي او له ١١٥ څخه زيات وسلوال مخالفين يې وژلي او د هغوى يو شمېر مورچې يې له منځه وړې دي.

شيرين اغا وويل، چې په دې عملياتو کې يو شمېر وسلوال مخالفين ټپيان شوي هم دي او له هغوى څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې عملياتو په ترڅ کې د ولايت د مرکز اسعد اباد او غازي اباد ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره، چې د وسلوالو مخالفينو د شتون له امله ناامنه شوې وه، په اوږدو کې يې د ملي اردو څلور پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

د هغه په وينا، ملي اردو غواړي چې په ځينو نورو لارو او سيمو کې هم د دې عملياتو په اوږدو کې چې اوس هم روان دي، امنيتي پوستې جوړې کړې.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته ياد شوي عمليات او په ترڅ کې يې وسلوالو مخالفينو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري نن سهار پژواک ته ويلي و، چې تېره شپه ناړۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا ټاکل شوى يو ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم، د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې په يادو شويو ولسواليو کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې وه.

نوموړي نن سهار پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې په ناړۍ کې دوه بهرني سرتېري وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي.

خو ايساف او د ملي اردو وياند وويل، چې په دې تېرو عملياتو کې ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version