ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت په پکتیکا هرات او بلخ کې د ګڼ شمیر وسلوالو د وژلو خبر ورکړ

21 Jun 2013 - 19:47
21 Jun 2013 - 19:47

ښرنه، مزار شریف ، هرات ( پژواک ۳۱ غبرګولی ۹۲) : امنیتي مسوولینو د پکتیکا، هرات او بلخ ولایتونو په بیلا بیلو امنیتي پيښو کې د ګڼ شمیر وسلوالو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وایي چې پر سرحدي ولسوالۍ ګیانه کې دیوې نښتې په ترڅ کې تر ۳۰ پورې وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

ددې ولایت د سرحدي پولیسو د پنځم کنډک قوماندان ظریف ځاځي د غبرګولي په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تیره شپه تر ۳۰ پورې وسلوالو مخالفینو د ګیان ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه چې د پولیسو په ځوابي برید کې وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته او کله چې هغوی خپل مړي لیږدول نو دایساف لخوا پر هوایي برید وشو چې په ترڅ کې یې ۳۰ تنه نور وسلوال ووژل شول.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم یاده نښته تاییدوي او زیاتوي چې یوه ډله وسلوالو مخالفینو د ګیانې ولسوالۍ د ولوست په سرحدي سیمه کې بریدونه کړي وو، چې درې ساعته یې دوام درلود.

دځدراڼ په خبره ، دسرحدي پولیسو په ځوابي ډزو کې یوشمير بریدکوونکي وژل شوي چې ددرېیو جسدونه یې دځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

هغه وایي چې په دې نښته کې دپولیسو یورنجرموټر ویجاړشوي، خو پولیسوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیاادعاوکړه ، په برید کې یې دسرحدي پولیسو یوه پوسته نیولې ، ۱۰ دولتي سرتېري یې وژلي او ۸ نورټپیان شوي دي.

مجاهد وویل ،په نښته کې ددوی یو وسله وال ملګری وژل شوی اودرې ټپیان شوي دي.

 

بلخوا د هیواد په لویدیځ کې د ملي اردو ځواکونو په هرات او فراه کې د ۱۴ وسلوالو طالبانو دوژلو او ۱۴ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

په لویدیځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د کوماندو د کنډک دقوماندانۍ ویاند ډګروال  نستو ناصري پژواک ته وویل عملیات یې درې ورځې د مخه د فراه بالابلوک ولسوالۍ څخه پیل کړي وو، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې دغه راز د هرات شیندند ولسوالۍ زیرکو سیمه کې یې هم دهمدغو چاڼیزه عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلوال طالبان ووژل او ۴ نور یې ژوبل کړي دي.

د هغه په وینا، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان شیخ کمال او ملاعثمان هم  شامل دي.

ناصري  وویل چې په دې عملیاتو کې سرتیری وژل شوی  او دوه نور ژوبل دي. 

خو طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی رسنیو په یوه لیږل شوی پیغام کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي  خو دولتي عسکرو ته یې د درنې مرګ ژویلې ادعا وکړه.

دیوه بل خبر له مخې د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په چمتال ولسوالۍ کې يې نهه وسلوال مخالفين ژوندي ونيول او دوه يې ووژل شول.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس په مزار شریف ښار کې خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې تېره اونۍ يې په چمتال ولسوالۍ کې د ملي اردو، ملي امنيت  او سيمه ایزو پوليسو په مرسته په بېلا بېلو کليو کې عمليات تر سره کړل.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د چمتال ولسوالۍ په جوی شير سيمه کې د قاري علاوالدين په مشرۍ د وسلوالو مخالفينو ۸ کسيزه ډله له افغان ځواکونو سره په جريکي جګړه کې ماتې وخوړه.

د هغه په وينا دغه جګړه نن له اتو بجو څخه په وقفيي توګه تر يوولس بجو پورې اوږده شوه، چې په ترڅ  کې يې د قاري علاوالدين په ګډون دوه کسان ووژل شول او پاتې شپږ کسان يې له وسلو سره ژوندي ونيول شول.

احساس وويل، چې دغه ډله، چې د ماين جوړولو مهارت لروونکي کسان يې لرل، په سيمه کې يې د ماينونو د خښولو تر څنګ د عامو خلکو له زورونې هم مخ نه اړوه.

نوموړي زياته کړه، چې په نورو علمياتو کې يې د دغې ولسوالۍ په خدرخېل سيمه کې څلور ورځې وړاندې ۳ وسلوال طالبان له وسلو سره نيولي دي.

همداراز دوه ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ په هوتکي سيمه کې يو کلاشينکوف  او درې موټر سايکلونه له عملياتو وروسته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

امنيه قومندان احساس وويل، چې که څه هم د بلخ ولايت امنيت د تېرو کلونو په پرتله خورا ډاډمن دی؛ خو د دغه ولايت چمتال او چاربولک ولسواليو په ګډون هغه سيمې چې له جوزجان ولايت سره شريکې پولې لري، يو څه ناامنه دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې په دغو سيمو کې هم وسلوالو مخالفين له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري.

د هغه په وينا مخالفين د جريکي بريدونو او د ماينونو د خښولو له لارې د سيمې د ناامنه کولو هڅه کوي، چې تر دې دمه يې دوی په پوره توګه مخينوی کړی دی.

وسلوالو ‌مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version