ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د ١٨ وسلوالو مخالفينو دوژلو ادعا وشوه

27 Jul 2012 - 12:59
27 Jul 2012 - 12:59

ښرنه ( پژواک ٦ زمرى ٩١ ) : په پکتيکا ولايت کې چارواکي وايي ، چې په بېلابېلو عملياتو کې ددولت ١٨ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د زمري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د برمل ولسوالۍ د شاول په سيمه کې د وزيرستان د ملا نذير د ډلې اته کسيزه وسلواله ډله هغه مهال د ګډو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغله،چې دوی د ډېورنډ له کرښې راواوښتل او د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې يې د بريدونو پلان درلود .

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې اوه  وسلوال ووژل شول او يو تن يې ټپي شوى دى.

افغان دغه راز وويل ، چې ددې ولايت د سروبي ولسوالۍ سيمه ييز پوليس د منګارتو په سيمه کې د  ګزمې پر مهال له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې ښکېل شول، چې د نښتې په ترڅ کې ددولت پنځه  وسلوال مخالفين ووژل شول.

د والي وياند وايي ، چې دوه تنه وسلوال مخالفين د همدې ولسوالۍ د نوي کلا په سيمه کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

هغه دغه راز وويل ، چې د ملي پوليسو د عملياتو پر مهال ددې ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د زېړي په سيمه کې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

مخلص افغان زياته کړه ، چې په يادو پېښو کې ملي پوليسو او ولسي وګړيو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى او ګډو ځواکونو وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version