ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې ددولت ١٤ مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 Oct 2012 - 11:00
30 Oct 2012 - 11:00

کابل ( پژواک ٩ لړم ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې  د ايساف په يوه هوايي بريد کې ددولت درې  وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نورو  ټپيان دي.

ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو په سيمه کې  پرون له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو په ياده سيمه کې د ايساف ځواکونو پر پلې ګزمې بريد وکړ، چې سمدستي ايساف ځواکونو له هوا  څخه پر وسلوالو بريد وکړ ، درې تنه يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

شاهد وايي، چې په دې هوايي بريد کې د کريمدادو د سيمې يو عام اوسېدونکى او محصل ١٨ کلن محمد نويد هم ټپي شوى.

د والي وياند وويل، چې د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو پنځه  نور شکمن کسان نيولي او له ځانه سره يې بيولي دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې ايساف ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د سيدالرحمن په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د حزب اسلامي وسلوالو په سيمه کې د ايساف پلې ګزمې ته  کمين  نيولى وو، چې د هغوى لخوا له هوا څخه کشف او تر بريد لاندې ونيول شول.

ده وويل ،چې د يوه ملکي وګړي د ټپي کېدو ترڅنګ يو شمېر وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

په افغانستان کې د امريکايي ځانګړيو ځواکونو د کاري قوې لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، په دې عملياتو کې چې ملي اردو ځواکونو هم ورسره ملتيا کوله، درې تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يوه بل خبر له مخې، د دې ولايت د جغتو په ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د جغتو ولسوال راز محمد وزيرى وايي، چې وسلوالو پرون له غرمې وروسته د ولسوالۍ پر ودانۍ د هوان بريدونه کړي وو، خو دا مرمۍ پر بازار ولګېده او شپږ ملکي وګړي يې ټپيان کړل.

هغه زياته کړه ، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version