ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرخ کې د حزب اسلامي يو سرګروپ او پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

6 Jun 2012 - 10:11
6 Jun 2012 - 10:11

کابل (پژواک ١٧غبرګولى ٩١ ) : د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ددولت د دوو وسلوالو مخالفو ډلو )حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو (ترمنځ په نښته کې پنځه وسلوال طالبان او د حزب اسلامى يو سرګروپ وژل شوي دي .

د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه جګړه د يادو وسلوالو ډلو ترمنځ تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو او صدمرده سيمو کې رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه ،چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په يادو سيمو کې د حزب اسلامي پر وسلوالو بريد کړى و، چې ددوى د لومړنيو معلوماتو له مخې ، په دې نښته کې، چې شاوخوا درې ساعته يې دوام درلود ، پنځه وسلوال طالبان او د فضل الربي په نامه د حزب اسلامي د يوه سرګروپ په ګډون دوه وسلوال وژل شوي او درې طالبان او يو د حزب اسلامي وسلوال ټپيان شوي دي .

دده د معلوماتو له مخې ، د طالبانو ياد پنځه وسلوال د کريمدادو په سيمه کې وژل شوي او د فضل الربي په نامه د حزب اسلامي سرګروپ هم په همدې سيمه کې وژل شوى او د حزب اسلامي دويم وسلوال د صدمردې په سيمه کې وژل شوى دى.

خو په نرخ کې د حزب اسلامي يوتن سرګروپ ، چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل ، چې شاوخوا شلو وسلوالو طالبانو ددې ولسوالۍ د کريمدادو په سيمه کې د حزب اسلامي پر کسانو تېره ورځ مازيګر ناوخته بريد وکړ ، چې تر ماخوستن پورې يې دوام درلود.

دده په خبره، چې په دې بريد کې د فضل الربي په نامه يواځې د حزب اسلامي يو سرګروپ وژل شوى ، خو په ځوابي بريد کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي ، چې جسدونه يې اوس هم په سيمه کې له دوى سره دي.

دده په خبره ، يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي، چې نورو ملګرو يې له ځان سره وړي دي.

د حزب اسلامي ياد سرګروپ د نښتې د لامل په اړه وويل ، طالبانو غوښتل چې د حزب اسلامي د يادې سيمې واک ترلاسه کړي ، خو ونه توانېدل .

 د قيوم په نامه د نرخ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې لومړى بريد وسلوالو طالبانو کړى و، چې په پايله کې يې د حزب اسلامي يو سرګروپ او پنځه وسلوال طالبان وژل شوي .

ده هم ومنله چې د طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي .

وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

دا لومړى ځل نه ده ، چې په نرخ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو ترمنځ ورته نښته او مرګ ژوبله رامنځته کيږي ، بلکې له شاوخوا درې کلونو راهيسې  ددغو دوه وسلوالو ډلو ترمنځ کله ناکله نښتې رامنځته کيږي، چې تراوسه پورې له دواړو خواوو څخه په لسګونو وسلوال وژل شوي دي .

نرخ، د کابل ښار سوېل لوېديځ لوري ته په ٤٠ کيلومترۍ کې او د ميدان وردګو له د مرکز ( ميدان ښار ) په لس کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د يوبل خبر له مخې تېره ورځ ماښام مهال د ميدان وردګو د مرکز ( ميدان ښار ) اړوند د کوټي عشرو په سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې يو سلوال وژل شوى او دوه نورټپيان شوي دي .

ددغه ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته وويل ، وژل شوى تن هدايت الله نومېده او په ټپيانو کې د ملاصابر په نامه د جلزيز ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو لخوا نومول شوى ولسوال هم شامل دى .

ده وويل چې وسلوالو طالبانو خپل دواړه ټپيان له ځان سره کوم نامعلوم ځاى ته وړي دي .

ده وويل چې په دې نښته کې د ملي اردو سرتېرو او د سيمې اوسېدونکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

د يادونې ده چې له کوټي عشرو سره په خوا کې  تېره ورڅ د جلريز ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول او موټر يې ويجاړ شو .

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version