ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له حزب اسلامي سره په نښتو کې شپږ طالبان وژل شوي

8 Sep 2012 - 16:33
8 Sep 2012 - 16:33

کابل (پژواک ١٨ وږى ٩١): د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښتو کې  شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وږي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا جګړه له پرون راهيسې پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، چې دغه نښته د نرخ ولسوالۍ په عمرخېلو، خواجه بلند، ده خرقه،اول خېلو او په خانجان خېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.

ده وويل، چې په دې نښتو کې ددوى د معلوماتو په اساس شپږ طالبان وژل شوي او يوشمېر ټپيان هم دي.

د نوموړي په وينا، چې لومړى طالبانو د حزب اسلامي پر وسلوالو بريدکړى، چې بيا د حزب اسلامي په ځوابي بريد کې ياد طالبان وژل شوي دي .

 د نرخ ولسوال محمدحنيف حنفي پژواک اژانس ته وويل، چې له سيمې څخه دوى ته رسېدلي راپورونه ښيي ، چې په دې نښتو کې اووه طالبان د حزب اسلامي د وسلوالو لخوا وژل شوي   دي .

 ده وويل، چې اوس هم په يادو سيمو کې دواړه وسلوالې ډلې يو بل ته په مورچو کې ناستې دي.

د قدرت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې د حزب اسلامي او طالبانو په نښتو کې اووه طالبان وژل شوي.

ده وويل ، چې وژل شوي وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ د بادم ، اندړو، توکرک او صدمردې اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه،چې د خواجه بلندهدېرې ته څېرمه په څو کورونواو يوه غونډۍ کې وسلوال طالبان له درنو وسلو سره په مورچو کې ناست دي او د حزب اسلامي پر وړاندې مقاومت کوي.

تېره اوونۍ هم په نرخ ولسوالۍ کې د حزب او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله اښتې وه.

وسلوالو طالبانو او ددولت مخالف حزب اسلامي ډلې تراوسه پورې ددغو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له درېيو کلونو راهيسې په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د وسلوالو او طالبانو ترمنځ وخت ناوخته نښتې رامنځته کېږي او تر اوسه له دواړو خواوو يو شمېر وسلوال وژل شوي او ټپيان دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version