ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرخ کې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو ترمنځ جګړه وشوه

4 Sep 2012 - 15:42
4 Sep 2012 - 15:42

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د وسلوالو او طالبانو ترمنځ په نښته کې يوتن وژل شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وږي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه جګړه له تېرې ورځې راهيسې پيل شوې او اوس هم په وقفه يي توګه دوام لري.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ دادل، عمرخېلو او خانجانخېلو په سيمه کې د حزب اسلامي تر کنټرول لاندې پر سيمو بريد کړى، چې له امله يې د حزب اسلامي يو وسلوال وژل شوى ، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د نرخ ولسوال محمد حنيف حنفي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى ته هم د جګړې راپور رسېدلى ، خو د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

د جاوېد په نامه د نرخ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې وسلوالو طالبانو له درې استقامتونو څخه د حزب اسلامي پر وسلوالو بريد وکړ ، چې په پايله يې کې د حزب اسلامي يو وسلوال وژل شوى او يو بل ټپي  دى .

نوموړي وويل ، چې د يوه وسلوال طالب له وژل کېدو او د درې نورو له ټپي کېدو خبر شوى دى.

هغه زياته کړه ،چې  په لومړي سر کې وسلوالو طالبانو له حزب اسلامي څخه د دادل او عمر خېلو  په سيمو کې ځينې کلي نيولي و ، خو بيا وروسته په ځوابي بريد کې بېرته حزب اسلامي خپلې سيمې له طالبانو ونيولې .

د نوموړي په وينا، جګړه په وقفه يي ډول اوس هم دوام لري او په يوشمېر سيمو کې دواړه خواوې يو بل ته په سنګرونو کې ناستې دي او هره شېبه د جګړې امکان شته .

د سميع په نامه د سيمې يوبل اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې له درې کلونو راهيسې ددغو دواړو خواوو کلى په کلي جګړه ده او هره ورځ د عامو خلکو ژوند ګواښي .

ده د نورو ولايتونو په مخورو غږ وکړ ، چې دې ولسوالۍ ته راشي او ددغو دواړو خواوو ترمنځ تل پاتې سوله وکړي ،ترڅو د سيمې خلک خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي .

نوموړي پر دولت هم نيوکه وکړه ، چې د جګړې پرمهال دواړه خواوې د يوبل پرضد درنې وسلې کاروي ، خو دولت يې ننداره کوي او د دواړو خواوو پرضد عمل نه کوي .

 خو د ميدان وردګو د والي وياند وايي ، چې په نرخ کې وسلوال طالبان او حزب اسلامي دواړه ددولت مخالفې ډلې دي .

دده وويل چې په بېلابېلو وختونو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له دواړو خواوو ( حزب اسلامي او طالبانو ) څخه په لسګونو تنه وژل شوي او امنيتي ځواکونه به ددغو دواړو خواوو د له منځه وړلو په موخه د مخکې په څېر خپل عمليات جاري وساتي .

تراوسه پورې وسلوالو طالبانو او  ددولت مخالف حزب اسلامي په دې اړه څه نه دي ويلي .

د يادونې ده ، چې له درې کلونو راهيسې په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د وسلوالو او طالبانو ترمنځ وخت ناوخته نښتې کيږي او تراوسه له دواړو خواوو يو شمېر وسلوال وژل شوي دي .

ديوبل خبر له مخې،د ميدان وردګو د والي وياند شاهد داهم وويل چې تېره شپه د کابل – کندهار پر لويه لاره د  ميدانښار اړونده سيمه کې د تېلو دوه ټانکر د چسپکي ماينونو چاودنې له امله سوځېدلي دي.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version